IQNA

د عربستان په کتابتون کې  د قرآنی علومو د خطي نسخې پيژندګلوي

15:07 - April 06, 2026
د خبر لمبر: 3492638
ایکنا- د عربستان د ؛ملک عبدالعزیز ؛ نومې عمومی کتابتون په دغه کتابتون کې له څلورمې قمری پيړئ سره اړونده د قرآنی علومو د نادرې خطي نسخې د کشفیدا او پييژندنې خبر ورکړ.

ایکنانیوز د عربستان د رسمي خبری آژآنس  له قوله راپور راکړی،ؤ دغه نادره نسخه د ؛غریب القرآن؛ دقرآن عجایت؛ په عنوان سره، د ابوعبیده معمر بن المثنی البصری تالیف دی.

دغه  ۲۲ پاڼیزه خطي نسخه  په اړخونو کې ۲۲ او ۱۷ سنټيمیټره  ده  او  د لیکنې ئې څه د پاسه زر کلونه تیریږي.

د قرآن علومو  دغه کتاب غیر چاپي دی او  په اندلسی خط سره کتابت شوی او  د سورو نامې ئې هم په کوفی خط سره دي . د ملک عبدالعزیز کتابتون د قرآن کریم د تفسیر او علومو  په زمینو کې نادرط خطي نسخو ستره ټولګه په اختیار کې لري. چې څه دپاسه  ۱۸۵نسخې  دي او  په بډائ آرشیو کې  پخواني  په سلګونو اسلامی مکاتبې او سندونه پکې ساتل کیږي.

د ملک عبدالعزیز کتابتون  د مصاحفو او  قرآن د علومو ،تفسیر  په زمینو کې ډيرې زیاتې نادرې  خطي نسخې خوندي ساتلی دي او  پخپلې اسلامی محتوا سره  د څيړاندو او ګروهنه لرونکو ته د اسلامی خطي میراث د ورپيژندلو  لپاره هڅه  کوي.

دغه کتابتون همداراز  د قرآنی علومو په زمینو کې  د نادرو مراجعو  ځائيګی  او دتاریخی ارزښتونو ساتل او وړاندې کول هم په ایجنډا کې راوستي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4344369

captcha